د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNOPS)
کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګېد پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر دنده لري چې د سولې او امنیت، بشري، او پراختیا د هڅو په برخه کې د پلي کولو ظرفیت پراخ کړي. د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر له لارې، د بنسټیز، تدارکاتو، د پروژې د مدیریت، بشري سرچینو او مالي مدیریت د خدمتونو په شمول – د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په ملي مالیکیت او ظرفیت جوړولو تمرکز کوي او همدارنګه په یو شمیر سکټورونو کې، د بیلګې په توګه، ښوونې او روزنې، کرني، حکومتولي او بنسټیزو برخو کې په خاص ډول د سړکونو په جوړولو کې پروژې پلې کوي
