ملګري ملتونه باید ددې جوګه وي، څو د ځانګړو پایلو/فعالیتونو لګښتونه څرګند کړي، او دا معلومه کړي چې څرنګه د یوې اړوندې ساحې لپاره په پام کې نیول شوې سرچینې کولای شي د نورو پروګرامونو د چارو په ګړندي کولو کښی مرسته وکړي. له څارنې او ارزونې سره یو ځای شوی دغه ظرفیت به دغه راز د ملګرو ملتونو لپاره دا فرصت برابر کړي، چې د پروګرام اغیزه او پایښت اندازه نوره هم لوړه کړي. دغه کار به په خپل وار له حکومت د لګښتونو د مؤثریت په تړاو همکاري لپاره زمینه برابره کړي، او د ملګرو ملتونو لپاره به له یوه اړوند فعالیت څخه د وتلو مناسب وخت معلوم کړي.
بودجوي عمومي چوکاټ د یوه واحد پروګرام د ټولټال سرچینو د انځور د مالي څرګندونې په مانا ده. د کلنیو بیا کتنو پر مهال، د بودجوي عمومي چوکاټ په وړاندې به لګښتونه بیا وکتل شي او د کاري کلنیو پلانونو سره به یو ځای راپور شي. د اړوند ګروپ پر بنسټ د ۲۰۱۸ کال پلان شوې بودجه په لاندني جدول کې خلاصه شوې. وړاندې شوي ارقام د ۲۰۱۸ د مئ د ۱۵ نېټې د پیل راهیسې دي.
| اړونده ساحه | مئ ۲۰۱۸ | اداری لګښت (٪) | مالی ملاتړ (٪) | تطبیق (٪) |
| اصول او معیارونه
|
۶۰،۶۸۹،۷۷۵ ډالر | ۱۰ | ۱۹ | ۷۲ |
| ښوونه او روزنه
|
۵۲،۱۵۱،۹۲۴ ډالر | ۷ | ۱۰ | ۸۳ |
| د خوړو خوندیتوب، تغذیه او معیشتونه | ۱۶۰،۸۸۱،۳۷۲ ډالر | ۷ | ۱۴ | ۷۹ |
| روغتیا
|
۱۵۳،۸۶۲،۲۷۴ ډالر | ۷ | ۹ | ۸۴ |
| بیرته راستنیدنه او له ټولنې سره یو ځای کیدنه | ۱۷۹،۷۲۴،۴۸۳ ډالر | ۷ | ۲۳ | ۷۰ |
| د قانون واکمني
|
۵۲۷،۰۲۷،۱۶۲ ډالر | ۵ | ۴ | ۹۱ |
| ټولټال | $1,134,336,990
ډالر |
د بشري-پرمختیایي- سوله جوړونې اړخ لرونکو پروګرامونو او د سوچه پراختیایي فعالیتونو تر منځ د پروګرامونو لپاره د اړوندو ساحو له مخې د سرچینو د کچو د معلومولو د نوې میتودولوژي کارونه به په یوې مشخصې اړونده ساحه کې د پالیسي جوړونې د مهمو نوښتونو د ادارو له خوا د دویم ځلي حسابونې مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د منابعو د تخصیص د شفافیت زیاتول به د دولت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په ګډ پلان کولو او د پروګرام جوړولو د تشو په ګوته کولو کې مرسته وکړي. یو واحد پروګرام به عمومي بودجوي چوکاټ تابع وي، کوم چې په ګډو کلنیو کاري پلانونو کې پر کلني بنسټ د پایلو او فعالیتونو په وړاندې له یوې عمومي بودجې سره د پایلې یا لومړیتوب په اندازې، د ملګرو ملتونو ټولو ګډون کوونکو ادارو شریکه بودجه برابروي. دا به د هغو پایلو چې باید تر یوه واحد پروګرام لاندې تر لاسه شي د جامع لګښت اټکلول برابر کړي، او له دولت او ملګرو ملتونو سره به د ملګرو ملتونو لپاره د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په معلومولو کې مرسته وکړي، څو د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ له تطبیق او د پایښت لرونکو پرمختیایي هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته وشي.
