د بشري چارو د همغږئ اداره (OCHA)
کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګېد بشري مرستو د همغږي اداره د بشر پالنې د فعالانو د راغونډولو مسؤلیت لري تر څو د بیړنیو حالتونو په وړاندې د غبرګون څخه ډاډ حاصل کړي او د بحران په نتیجه کې متأثره شویو خلکو ته مرستې او خوندیتوب برابر کړی چې هغوي ورته اړتیا لري. د بشر دوستانه چارو د همغږۍ اداره د اغیزمنو خلکو غږ اوچتوي ، بشري اصول او عمل څرګندوي او د بشر دوستانه اړتیاوو ، خطر او اغیزمنتوب د کچو د راکمولو په موخه حل لارې پرمخ بیايي.
د بشري مرستو د همغږۍ اداره یوه عملیاتي اداره نه ده چې په مستقیم ډول د بشر دوستانه پروګرامونو په رسولو کې ښکیله وي بلکه د یوه صادق منځګړي، تسهیل کونکي، فکري رهبري کونکي او نړیوال مدافع په حیث اضافه ارزښت لري ، او بشری سیسټم ته ملاتړ برابروي. د هغه د همغږۍ د مأموریت په بشپړولو کې، د بشري مرستو د همغږۍ اداره د بشري، د بې طرفۍ، بې پرې توب او خپلواکۍ د بشر پالنې د اصولو لخوا رهبري کیږي
