د ملګرو ملتونو د بشري میشتدنې اداره (UN-Habitat)
کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګېد ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام د ښي ښاري راتلونکي لپاره کار کوي. دا د ملګرو ملتونو په سیسټم کې د ښاری کولو او میشتیدني د ټولو مسألو د حل کولو لپاره نښلوونکی نقطه ده. د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي له خوا دنده سپارل شوې څو په ټولنیز او چاپیریالي لحاظ پایښت لرونکي بشري میشتیدني پراختیا ته وده ورکړي او د ټولو لپاره مناسبه سرپناه برابره کړي.
